انس حقاني د دوی تر منځ رامنځته شويو لانجو په اړه راپورنه رد کړل

0
260

انس حقاني د دوی تر منځ د رامنځته شویو لانجو راپورونه رد کړل

د طالبانو د قطر دفتر غړي انس حقاني هغه راپورونه بې بنسټه وګڼل چې ګواکې د دوی تر منځ د څوکیو په وېش خفګان رامنځته شوی دی.

 

(2021 / 9 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)

د طالبانو د قطر دفتر غړي انس حقاني هغه راپورونه بې بنسټه وګڼل چې ګواکې د دوی تر منځ د څوکیو په وېش خفګان رامنځته شوی دی.

نوموړي د یو ویډیویي کليپ په خپرولو سره وویل چې د دوی تر منځ هېڅ خفګان یا شخړه نده راغلې، نوموړي وویل چې دوی د څوکۍ او موقف لپاره جهاد ندی کړی، د دوی هدف د اسلامي نظام حاکمول ؤ چې بریالي شول.

تر دې وړاندې ځینو رسنیو خبر خپور کړی ؤ چې د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو له امله انس حقاني ټپي او ملا برادر وژل شوی دی.

 

Leave a reply