د پیپلز ګوند مشر اسلام آباد ته راغلې، لاهور ته به هم سفر وکړي

0
78

باغی ټي وي رپورټ
د پيپلز پارټي پارليماني صدر آصف علي زرداري اسلام آباد ته رسيدلي دي۔

دسرچينو له مخې اصف زرداري به داسلام اباد نه وروستو لاهور ته ځي اؤ دپنجاب دسياسي بحران په اړه به دسياسي مشرانو سره ليدنې کوي.

بل خوا داسې راپورونه هم شته چې اصف زرداري د لاهور په ګلبرګ کې د 14 کنالونو دوه کوټې اخيستي دي، په داسې حال کې چې د شپږ کنالونو د بلې بنګلې د اخيستلو خبرې روانې دي.
ویل کېږي چې پخوانی ولسمشر به دغه بنګله ړنګوي او شخصي کور به جوړوي، دا ځای د قذافي سټېډیم ته څېرمه د امام حسین په لویه لاره د شاه محمود قریشي کور ته څېرمه موقعیت لري.

د پيپلز پارټۍ کارکنان د بلاول هاؤس نه بحريه ټاون ته په تګ کښې مشکلات وو نو آصف زرداري په ګلبرګ کښې کور جوړوي چې وروسته به بلاول هاؤس په فارم هاؤس بدل شي۔
په دې اړه د پيپلز پارټۍ لاهور صدر حاجي عزيز الرحمان چن اووېل چې کله ګلبرګ کښې کور جوړ شي نو کارکنان به په آسانۍ سره ملاقاتونه کوي۔

دا خبره د یادونې ده چې د ۲۰۲۲ کال د جون په ۳۰ مه نیټه دا خبر په جنګ ورځپاڼه کې خپور شوې.

Leave a reply