د سود اپیل واپس اخستو په اړه د جې یو آیی مشرانو مهم بیان جاري کړې دې

0
85

باغی ټي وي رپورټ
د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) ډلې دعوه کړې ده چې وزیراعظم شهباز شریف د سود په اړه د عدالت د فیصلې خلاف د اپیل د واپس اخستو باور ورکړی دی.

د جے يو آئي وياند اسلم غوري ترمخه د جے يو آئي مشر مولانا فضل الرحمان وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات کړي او هغه ته ئي د سود په اړه د عدالتي فيصلې په ضد د اپيل په اړه د خپلو انديښنو نه خبر کړي دي۔

د وياند ترمخه وزيراعظم ټاسک فورس ته هدايات کړي چې د بنک د اپيل واپس اخستو لپاره دې سمدستي ګامونه پورته کړي۔

د جے يو آئي وياند ووئيل د عدالتي پرېكړو په ضد د بينكونو اپيل د امت مسلمه زړونه خفه كړې دي٬ مسلمه امت سود د هېواد د اقتصادي نظام د تباهۍ سبب ګڼي۔

د جے يو آئي وياند دعوه کړې چې وزيراعظم مولانا فضل الرحمان ته باور ورکړى چې بينک به اپيل واپس اخلي.
د یادونې ده چې د پاکستان سټیټ بینک له لوري په هیواد کښې د سود په اړه د عدالت پریکړه په سپریم کورټ کښې چیلنج کړې ده چې د سود په ضد دې د عدالت پریکړه واپس واخستل شي او د سود مخه دې و نه نیول شي.
د سپریم کورټ په دې فیصله سیاسي او غیر سیاسي مشرانو هم غبرګونو ښودلي دي او ویلي دي چې باید د سود نظام ختم شي چې دا ملک د قرضونو د بار څه آزادشي.

Leave a reply