پوتین ویلي چې افغان لوري سره د اړیکو د پراختیا پۀ لټه کې دی 

0
55

پوتین ویلي چې افغان لوري سره د اړیکو د پراختیا پۀ لټه کې دی 

پوتین وایي چې په افغانستان کې د ټولو قومونو له ګډون جوړ شوی حکومت به دایمي ثبات تضمین کړي. تاجکستان د روسیې لپاره مهم هېواد دی چې له افغانستان سره اوږده پوله لري او دمګړۍ د روسیې یوه ستره نظامي اډه هم په دغه هېواد کې فعاله ده.

(2022 / 6 / 29   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پوتین وایي له نوي حکومت سره د اړیکو د ډېرولو په لټه کې دي. د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین تاجکستان ته راغلی او هلته یې له امام علي رحمان سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی په سیمه کې د ثبات د ساتلو لپاره هڅه کوي.

د پوتین په خبره دوی همدا راز د افغانستان په تړاو هم اندېښنه لري خو هڅه کوي له نوي حکومت سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

دده په خبره له نوي حکومت سره د دوی پر اړیکو سخت کار روان دی او تر څنګ یې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو هم ټینګار کوي.

Leave a reply