ژر به د چین او افغانستان تر منځ هوایي دهلیز بیرته پرانیستل شي

0
96

ژر به د چین او افغانستان تر منځ هوایي دهلیز بیرته پرانیستل شي

د سرچینې په خبره، د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی دی چې په نږدې راتلونکي کې به افغان سوداګرو ته د وېزو ورکړې بهیر پیل او د افغانستان-چین هوایي دهلېز بیا پرانیستل شي.

 

(2022 / 6 / 28   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله له زیانمنو شویو افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوي.

وانګ یي دا څرګندونې د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په ټلفوني خبرو کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ټلفوني مکالمه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي روابطو او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې شوې دي.

د سرچینې په خبره، د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی دی چې په نږدې راتلونکي کې به افغان سوداګرو ته د وېزو ورکړې بهیر پیل او د افغانستان-چین هوایي دهلېز بیا پرانیستل شي.

Leave a reply