د یوې نښتې پۀ ترڅ کې شمالي وزیرستان کې درې پوځیان وژل شوي دي 

0
209

د یوې نښتې پۀ ترڅ کې شمالي وزیرستان کې درې پوځیان وژل شوي دي 

دا برید پر داسې مهال دی چې څه موده وړاندې د افغانستان ا.ا په منځګړیتوب د پاکستاني طا لبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ اوربند شوی دی خو په وار وار مات شوی دی، اوس مالومه نه ده چې دا بریدونه تحریک طا لبان پاکستان کوي او که نه په سیمه کې نورې وسله والې ډلې هم فعالیت لري.

(2022 / 6 / 6 / 27   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ او وسله والو کسانو ترمنځ نښته کې څلورو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا پېښه د شمالي وزیرستان په غلام خان سیمه کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې درې پوځیان وژل شوي او یو بل سخت ټپی شوی دی.

پوځ په متقابلو ډزو کې د اووه تنه وسله والو د وژلو دعوه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې په سیمه کې پوځي عملیات دوام لري.

Leave a reply