د افغانستان حالت اندیښمن دۍ: عمران

0
97

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلامی آباد کښې د پاکستان لومړي وزیر عمران د سي این این سره په یوه مرکه کښې اوویل چې د ۱۱ ستمبر د پيښې نه پس پاکستان ډیر زیات مالي او ځانی نقصان کړې دې.

عمران خان د سي این این ټي وې شبکې د خبریالې بیکي انډرسن سره په یوه مرکه کښې اوویل چې دا امکان لري که چرې په افغانستان کښې امن قایم نه شی نو بیا افغانستان د ترهګرو په مرکز بدلیدې شي .
خان اوویل چې افغانستان هیواد او حکومت له موقع راغلې چې امن راشي او که نا افغانستان په دویمه لار لاړ نو بیا به سخت یو بشري ناورین مخې ته راشي.
خان اوویل چې د طالبانو مثبتو ژمنو ښکاری چې دوی غواړي چې نړۍ ی په رسمیت اوپیژني، خان زیاته کړه افغانستان کله هم د بهر نه نه کنټرول کیږي.
نوموړي اوویل چې د ناین الیون نه پس پاکستان د امریکې اتحادي شو او هم دغه وجه ده پاکستان د ترهګرې په ضد جنګ کښې ډیر زیات نقصان وکړو.
د یو سوال په ځواب کښې خان اوویل چې د حقاني ډله دوی نه کنټرول کوي او نه پاکستان سره دومره وسایل دي چې جنګ وکړي ، خان اوویل چې پاکستان دومره وسایل نه لري چې د جنګ کولو خرچ برداشت کړي.
خان اوویل چې افغانستان کښې چې طالبان ټول شموله حکومت جوړ کړي نو په دې هیواد کښې امن راتلۍ شي او دوی دعا کوي چې په افغانستان کښې سولی راشي

Leave a reply