د اسلام آباد هایی کورټ د ملکي خزانې او اقتصاد لپاره یو لوی ګام

0
46

باغي ټي وي رپورټ
د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس جسټس اطهر من الله د اسلام آباد هائي کورټ لپاره د مختص شوي بجټ 30 فيصده واپس کړے دے۔

اوس به د اسلام اباد هائي کورټ ججانو ته نه چای ورکولی شي، نه به دوی لپاره کوم غېر ضروري تزئین کار وشی او نه به ملازمانو ته د غیر استعمال شوي بجټ خرچ کولو معاوضه ورکول کیږي.

دا خبره دلته ډیره مهمه ده چې وړاندې هم د اسلام اباد هائي کورټ ججانو د حکومتي پلاټونو د اخستلو نه انکار کړی وو.
ځایی اولس ،سیاستدانانو او نور د خیر ښیګړې تنظیمونو مشرانو د اسلام آباد هایی کورټ د قومي خزانې او ملکي اقتصاد ته وده ورکول لپاره دا یو لو ګام بللې دې او د اسلام آباد هایی کورټ د ججانو ددې کار او ګام ستاینه ی کړې ده.

Leave a reply