افغانستان کښې بې روزګاري زیاته شوي: پخوانۍ افغان جنرال

0
214

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان یو پخواني جنرال او د غزني والي جنرال داود لغماني ورځپانړې وحدت سره په خبرو کښې ویلي دي چې طالبان باید په هیواد کښې د خلقو د بې کارۍ په اړه سوچ وکړي او خلقو ته د کارروزګارموقعي په لاس ورکړي.

جنرال داود وایی چې طالبانو حکومت له په کاردې چې څه کم او زیات یو ملین دولتي کارمندان واپس را اوغواړي او دوی ته معاشونه ورکړي .
دوی اوویل چې په هیواد کښې داسې خلق شته چې د طالبانو د نامه نه استفاده اخلي، طالبان دې ددې بد کار زر مخه ونیسی او نړې سره د خپلې اړیکې ښې کړي چې دا به ددې هیواد او افغان اولس په ډیره ګټه تمام شي.

Leave a reply