آیی جي پنجاب دې د ټوپک کلچر او تشدد کښې د ککړو کسان په ضد سخته کاروایی وکړي: د ټاکنو کمیشن مشر

0
58

باغی ټي وي رپورټ
چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا د پنجاب اسمبلۍ حلقه پی پی 167 لاهور کښې د ډزو او تشدد نوټس اخستی دی.

چيف اليکشن کميشنر سيکرټري اليکشن کميشن ته لارښوونه کړې ده چي آئي جي پنجاب سره دي رابطه وکړي او وئيلي دي چي آئي جي پنجاب دي د ملزمانو ګرفتاري يقيني کړي او بغیر د کوم توپیر دې تونر کسان ونیسي.

چيف اليکشن کميشنر لارښوونه کړې ده چې آئي جي پنجاب دې د پيښې شفاف انکوائري وکړي او رپورټ دې اليکشن کميشن ته وړاندې کړي۔
چيف اليکشن کمشنر وئيلي دي چي آئي جي پنجاب او انتظاميه دي د ټوپک کلچر او تشدد کښي ککړ عناصرو سره سخته معامله وکړي۔

چيف اليکشن کميشنر د ضابطه اخلاق خلاف ورزي په ضد د سخت کاروائي حکم هم ورکړے دے۔دواړو کاندیدانو ته لارښوونه شوې چې د جون په ۲۰ مه د ډي آر او مخې ته حاضر شي. د اليکشن کميشن ترمخه ضلعي مانيټرنګ افسر نذير چوهان په 20 جون د ماسپښين په 12 بجو او شبير ګجر په 20 جون د ماسپښين په 3 بجو دفتر ته راغوښتل شوي دي. د ټاکنو صوبايي کمېشنر وايي، چې په دې اړه به سمدستي اقدام وکړي.

ياده دې وي چې د لاهور په حلقه پي 167 باندې ضمني انتخابي کمپاين په مهال د مسلم ليګ ن او پاکستان تحريک انصاف اميدوارانو يو بل باندې د حملو تورونه لګولي دي۔

بل اړخ ته ضلعي مانيټرنګ افسر د پي ټي آئي شبير ګجر او د مسلم ليګ ن نذير چوهان ته د ضابطه اخلاق خلاف ورزي کولو نوټس جاري کړے دے۔

Leave a reply