ټرمپ: افغانستان کې مو جګړه احمقانه او را وتل مو په خیر شول

0
225

ټرمپ: افغانستان کې مو جګړه احمقانه او را وتل مو په خیر شول

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله وروستۍ وینا کې یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا پر جګړه نیوکې کړې دي…

 

(2021 / 9 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله وروستۍ وینا کې یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا پر جګړه نیوکې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې د دې ناکام ماموریت مسوول جورج ډبلیو بوش دی. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې بوش په خپلو غلطو سیاستونو سره امریکا ټولې نړۍ ته وشرموله او د هغه د سیاستونو له امله اوس امریکا یو کمزوری هېواد بلل کېږي. ټرمپ څرګنده کړې چې بوش امریکا منځني ختیځ کې ښکېله کړه، ناکام شو او اوس ادعا کوي چې امریکا ته تر ټولو ستر خطر له پولو دباندې نه بلکې په کور دننه د راپورته شویو افراطي کړیو له خوا دی. ټرمپ بوش ته په خطاب کې ویلي:( کله چې موضوع له دې قراره وه نو بیا ولې د نړۍ هغه کونج ته لاړې او بې ځایه مصارف دې وکړل). ټرمپ افغان جګړه هم بې ځایه او احمقانه بللې او د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه یې د خپلې پرېکړې ننګه کړې ده.

Leave a reply