فواد چوهدري په اوښ سپور دې، ویډیو خپره شوې ده

0
122

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر فواد چوهدري د اوښ د سپرلۍ ویډیو وروسته له هغې خپره شوه چې د پټرول بیعه لوړه شوې ده.
دغه ويډيو د فواد چوهدري ورور فراز چوهدري په ټويټر شريکه کړې وه چې د پي ټي ائي مشر هم ريټويټ کړې وه، په ويډيو کې دواړه وروڼه په اوښانو سپاره ليدل کيږي.

په ویډیو کې کله چې فواد چوهدري په اوښ کې لیدل کیده، د هغه تر شا د خلکو ګڼه ګوڼه هم لیدل کیږي.
فراز چوهدري په خپل ټويټ کې ويلي چې د کنيال روډ (جهلم) پرانستې په موقع د فواد صاحب سره په اوښانو سپور شو.

هغه زياته کړه: “څوک پوهېدل چې حکومت به پټرول دومره ګران کړي چې په موټر کې د سفر کولو په پرتله د اوښ سپاره کول به غوره وي.”

د فواد چوهدري دغه ویډیو په سوشل میډیا په چټکۍ سره وائرل کیږي چې په اړه یې سوشل میډیا کاروونکي په زړه پورې او طنزیه تبصرې کوي.

Leave a reply