عدالت امر کړې چې د عامر لیاقت د مړي پوسټ مارټم دې وشي

0
253

باغي ټي وي رپورټ
د کراچۍ يوې ځايي محکمې د قومي اسمبلۍ غړي عامر لياقت حسين چې څو ورځې وړاندې مړ شوی و، د مړي د پوسټ مارټم کولو امر کړی دی.

د جوډيشل مجسټرېټ مشرقي عدالت د عامر لياقت د پوسټ مارټم په اړه د اړخونو دلائل اوريدو نه پس نن سحر خپله فيصله محفوظ کړې وه۔

عدالت د شهري عبدالاحد لخوا دائر درخواست منظور کړے او د عامر لياقت د پوسټ مارټم اجازت ئي ورکړے دے تر څو د عامر لياقت د مرګ علت معلوم کړے شي۔
درخواست کوونکي وويل چې عامر لياقت يو مشهور ټي وي اينکر او سياستمدار و، د هغه ناڅاپه مړينې د کراچۍ په ښاريانو کې شکونه راپورته کړي او شک لري چې هغه د جائيداد په شخړه وژل شوی دی، د مړينې د علت معلومولو لپاره دې پوسټ مارټم وشي.

بل لوري ته د سرکاري وکیل وينا ده چې وارثان نۀ غواړي چې د عامر لياقت مړى پلټنه وشي، د مړي وارثان وائي چې په پوسټ مارټم سره به دهغه پلار روح ته تکلیف ورسیږي او دا هم ده چې دوی په چا شک هم نشته .
مشهور ټي وي اینکر، سپیکر او ایم این اے عامر لیاقت د جون په نهمه په خپله کوټه کې بې هوشه موندل شوی وو. عامر لیاقت روغتون ته وړل شوی و چرته چې د هغه د مړینې تصدیق وشو.

د عامر لیاقت د کور کارکوونکو ویلي، چې عامر لیاقت یوه ورځ وړاندې د زړه په ناروغۍ اخته و، چې روغتون ته د تګ غوښتنه یې وکړه، خو هغه انکار وکړو، د ډاکټرانو په وینا، عامر لیاقت مړ روغتون ته راوړل شوی وو.

Leave a reply