لویديځو رسنیو پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان شتمي آزاده کړي   

0
89

لویديځو رسنیو پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان شتمي آزاده کړي 

دوی ویلي چې دا شتمني باید میاشتې وړاندې د افغانانو د ژغورلو لپاره آزاده شوې وی. نشریې هم ویلي چې د شتمنۍ د کنګل دوام به د نړۍ او افغانستان لپاره معکوسې پایلې ولري چې مسوولیت به یې پر امریکا وي.

 

(2022 / 6 / 18   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور  

ورلډ پوليټيکس رېویو په یوه اوږده مقاله کې د افغانستان پر وضعیت او کنګل شوې شتمنۍ خبرې کړې دي.

سرچینه کاږي چې امریکا په ناروا توګه د افغانانو میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړې ده او دغه هېواد یې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره لاس او ګریوان کړی دی.

دغه نشریې ته د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ویلي چې دوی د بېوزله افغانانو شتمني نه غواړي او امریکايي حکومت یې باید ژر تر ژره آزاده کړي.

دوی ویلي چې دا شتمني باید میاشتې وړاندې د افغانانو د ژغورلو لپاره آزاده شوې وی. نشریې هم ویلي چې د شتمنۍ د کنګل دوام به د نړۍ او افغانستان لپاره معکوسې پایلې ولري چې مسوولیت به یې پر امریکا وي.

Leave a reply