ایران افغانستان کې د برېښنا برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی

ایران افغانستان کې د برېښنا برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی
امینیان زیاته کړې چې افغانستان کې د بیلا بېلو برخو ترڅنګ دا ځل ایران غواړي د برېښنا په برخه کې ځینې پروژې ولري. نوموړي د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي ډلې ته بلنه ورکړې چې ایران ته سفر وکړي تر څو د برېښنا په برخه کې د پانګونې پر څرنګوالي خبرې وشي.
(2022 / 6 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کابل کې د ایران سفیر وايي هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت عمومي اجرایوي رییس ملا محمد عیسی ثاني پرون په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره وکتل. سرچینې د ایران د سفیر په حواله ویلي، هیواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د برېښنا په بیلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي.
امینیان زیاته کړې چې افغانستان کې د بیلا بېلو برخو ترڅنګ دا ځل ایران غواړي د برېښنا په برخه کې ځینې پروژې ولري. نوموړي د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي ډلې ته بلنه ورکړې چې ایران ته سفر وکړي تر څو د برېښنا په برخه کې د پانګونې پر څرنګوالي خبرې وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان برېښنا شرکت اجرایوي رییس د برېښنا په برخه کې پانګونې ته د ایران لوالتیا وستایله او د هر ډول همکاریو ډاډ یې ورکړ.





