له نظامي وسائلو د طالبانو ناسمې ګټې اخستنې خلک اندېښمن کړي

له نظامي وسائلو د طالبانو ناسمې ګټې اخستنې خلک اندېښمن کړي
د افغانستان یو شمېر وګړو له طالب مشرانو غوښتنه کړې چې د نظامي وسائلو د سم استعمال لپاره دې لازم اقدامات وکړي.
(2021 / 9 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
له نظامي وسائلو د طالبانو ناسمې ګټې اخستنې خلک اندېښمن کړي.
د افغانستان یو شمېر وګړو له طالب مشرانو غوښتنه کړې چې د نظامي وسائلو د سم استعمال لپاره دې لازم اقدامات وکړي.
دوی ویلي چې ټول دولتي او نظامي تجهیزات او وسائل عامه شتمني او د بیت المال مال دی، ځکه غواړي چې طالبانو له یادو څیزونو په سمه بڼه استفاده وکړي.
تر دې وړاندې هم ځینې انځورونه رسنیو کې خپاره شوي چې د طالبانو بې احتیاطي یې له نظامي وسائلو د استفادې په وخت کې ښکاره کوله چې د خلکو غبرګونونه یې راپارولي ؤ.






