هند کښې لاریونونه شوي، ګنړ شمیر اور ګاړي سوځول شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د هند په فوځ کښې د اهلکارو اخستلو نوي سسټم په پیل کولو لاریونونه پیل شوي.
د بهرني خبري اژانس له مخې د هند په بهار، هريانه او مدهيا پردېش ايالتونو کې مظاهره چيانو يو شمېر اورګاډي ته اور ورته کړ.
په بهار کې، لاریون کوونکو هڅه وکړه چې دولتي ودانیو ته ننوځي او د بهار په نیواډا ښار کې د بی جے پی دفتر ته اور واچوي. پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز وکاراوه.
راپورونو له مخې، په بهار کې د اورګاډي سټیشنونو کې اضافي پولیس ګمارل شوي پداسې حال کې چې دوه درجن اورګاډي د تاو تریخوالي له امله لغوه شوي دي.
په هریانا کې مظاهره چیانو د حکومتي چارواکو په کورونو د ډبرو ګوزارونه کړي، چې له هغې وروسته په پلوال ولسوالۍ کې د موبایل او انټرنیټ خدمات بند کړې شوي دي.
د راپورونو له مخې، د هند په پوځ کې د استخدام په نوي سیستم کې به ځوانان یوازې د څلورو کلونو لپاره په اردو کې استخدام شي، د نوي سیسټم له مخې به یوازې څلورمه برخه نوي ګمارل شوي ځوانان د اوږدې مودې لپاره په اردو کې وساتل شي.
هند د سه شنبې په ورځ د “اګني لاره” پروګرام معرفي کړ، چې له مخې به یې له ۱۷،۵ څخه تر ۲۱ کلنو پورې نوماندان چې غواړي په پوځ کې شامل شي، د څلورو کلونو لپاره استخدام شي، په داسې حال کښې چې یو کم شمیر ځوانان چې ۲۵ سلنه جوړیږي به په اردو کښې وساتل شي.
#Bihar | A passenger train was set ablaze at Chhapra in Saran district as protests against the Agnipath scheme for short-term induction of personnel in the armed forces escalated
Read https://t.co/lqlRYn2WuL pic.twitter.com/rAWdRsMmX8
— Hindustan Times (@htTweets) June 16, 2022





