څومره چې د امریکایانو بوټان صفا کوې نو دوی به تاسو څخه کرکه کوي: عمران خان

0
150

باغي ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې که ملت دريځ وانخلي او وړاندې را نه شي نو هيڅ يو وزيراعظم به پخپله آزاده بهرنۍ پالیسي جوړه نه کړي.
هغه اوویل چې د پټرولو د نرخونو لوړېدل به ګراني نوره هم ۳۰ فیصده زیات کړي او دې سره به د هیواد غریبانان ډیر بد اغیزمن شي.

اسلام اباد هائي کورټ بار کې وکيلانو ته په وینا کښې د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وويل هر څومره چې د امريکايانو په وړاندې سر ټيټ شي هغومره به دوی Do More ووايي او که د خپلو قامي ګټو لپاره ته خبره وکړې نو امریکایان به دې عزت کوي .
عمران خان اوویل او زیاته ی کړه چې که تاسو د امریکایانو بوټان صفا کوي نو دوی به تاسو ته سپک ګوري او تاسو څخه به کرکه کوي.عمران خان وویل چې د مارچ په اوومه زمونږ له سفیره وپوښتل شول چې زه ولې روس ته لاړم، ډونلډ لو وویل چې که عمران خان د بې اعتمادۍ له مخې لرې نه کړای شو نو لویه ستونزه به رامنځ ته شي، ناڅاپه زمونږ متحدین پوه شول چې دا حکومت ډېر بد مخالف دی.هغه اوویل چې دې مشرانو د امریکا سفارت ته د ملاقاتونو لپاره تلل پیل کړل، خان اوویل چې زمونږ د پي ټي آیی څه غړي هم امریکا سفارت ته لاړل، عمران خان اوویل چې ناڅاپه د خېبر پښتونخوا له وزیر عاطف خان سره په لیدنه کې هم پوښتنه وشوه چې ایا د محمود خان پر ضد بې اعتمادي رای راوړل شي؟
د پي ټي آئي چيئرمېن وويل چې په دې افراطيت کې به معاشداره طبقه څنګه ژوندي پاتې شي، د پټرول په نرخونو کې زياتوالي سره به تر 30 فيصده پورې ګراني زياته شي، غريبان به شاته لاړ شي، زمونږ د حکومت لومړي دوه کاله ډېر سخت وو، هغه اوویل چې که دوست هېوادونه د پاکستان سره مرسته نه وې کړې نو نن به مونږ ډیفالټ شوي وې. ده ووئيل كه پاكستاني ولس يو دريځ وانخلي نو هيڅ يو وزيراعظم به آزاد سياست و نه کړې شي.

Leave a reply