وزیر دفاع د عمران خان حکومت د پاکستان موجوده اقتصادي بحران ذمه وار ګرځولې

0
85

باغی ټي وي رپورټ
ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې دڅلورو کالو بدۍ زمونږ په وړاندې ګام په ګام خنډ ګرځيدلې ځکه چې پي ټي آئي حکومت داسې ستونزې پيدا کړې چې تيره شپه د پټرول نرخونه دريم ځل زيات کړل شوي دي.

اسلام اباد کې له قمر زمان کائره او مولانا اسد محمود سره په ګډه خبري غونډه کې خواجه اصف وويل د پي ټي ائي حکومت دومره ستونزې پيدا کړې چې تيره شپه د پټرول بيې په دريم ځل زياتې کړې شوې، معيشت مو تباه شو. د دې لپاره چې ټاکنې ترسره کړو یا اقتصاد وژغورو.
ده ووئيل چې د آئي اېم اېف شرطونه د پي ټي آئي حكومت مقرر كړے وو٬ د دې شرطونو پوره كولو پرته بله چاره نه وه٬ عمران خان د خپلې دورې په اړه خبرې نه كوي۔

ددفاع وزير وويل په نړۍ کې اوس بازارونه دشپې تر يوو بجو پورې خلاص نه وي اؤ ټوله نړۍ کې بازارونه دماښام په شپږ نيمو بجو تړل کيږي.
زموږ سوداګر لا هم د دې وړاندیز منلو ته چمتو نه دي، موږ لاسونه سره یوو ترڅو د کفایت پر لور حرکت وکړو، کله چې سرچینې کمې وي، کورنۍ هم خپل لګښتونه بدلوي، دا د وخت اړتیا ده او دا باید زموږ د کلتور برخه وي.

ده زیاته کړه چې د تیلو او ګازو په عام اولس باندې څه اثر دی، هغه خلک چې خوري او څښي د دې تصور هم نه شي کولی چې عام خلک په کوم مصیبت سره تیریږي، په اسلام اباد کې د افراطیت احساس هم نه وي. خو که د کوڅې عامو کوڅو ته لاړ شئ د دوی ژوند ډېر ستونزمن شوی دی.
خواجه اصف وويل مونږ به ددغه ټول صورتحال ذمه وارى په غاړه اخلو چې ګراني کمه کړو او دعام اولس مشکلات کم کړو، هغه اوویل چې د روس او اوکراین شخړو له امله نن د تیلو بیعې لوړ شوې دي، هغه اوویل که دا جنګ اودریږ نه د تیلو بیعې به هم ټیټې شي.
هغه وویل چې مونږ یو اټومي ځواک یو او شاید اټومي ځواک مونږ ژغوري.

Leave a reply