د پنجاب اسمبلۍ د غونډې په اړه اپوزیشن مشران څه وایی؟

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ د بجټ غونډې په اړه د حکومت او اپوزېشن ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري، د بجټ غونډه شپږ څلوېښت ساعته تېرېږي خو د بجټ غونډه پېل نه شوه.
سرچينې وائي چې دبجټ په غونډه کې دحزب اختلاف دغړو بيلابيل نظرونه مخې ته راغلي دي
سرچينې وائي چې اپوزيشن غړو د آئي جي او چيف سيکرټري څخه د بخښنې غوښتنه هم کړې ده.
سرچينې زياته کړې چې د اپوزيشن وېشل شوې رايې د سوداګريزو چارو په کمېټه کې د مسايلو په هوارولو کې خنډ دى، واکمن ايتلاف د بوديجې په غونډه کې پر بېلابېلو اساسي او قانوني وړانديزونو هم غور پيل کړى دى.