د پنجاب د بجټ غونډه به یو شخصي هوټل کښې کیږي

0
162

باغي ټي وي رپورټ
حکومتي سرچينو ويلي چې دغه بجټ پرون د پنجاب اسمبلۍ کې وړاندې نه شو کړای چې له دې وروسته به اوس د بجټ غونډه به په وزيراعلي هاؤس يا په یو شخصي هوټل کې کېږي.

د پنجاب اسمبلۍ د بجټ غونډه د نهې په ورځ ماسپښين يو بجه رابللې شوې وه خو د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز نن په هر صورت بجټ وړاندې كولو اعلان وكړو او ويې ويل چې د لوبې کولو بندوبست به كوي او اوس به دا تماشا دوام نه كوي۔
بل اړخ ته اپوزيشن او سپيکر پرويز الهي د غونډې نه وړاندې د آئي جي پنجاب او د کورنو سيکرټري اسمبلۍ ته رابللو ټينګار کړی دی. پروېز الهي وايي، د اساسي قانون له مخې هر څوک د د راغوښتل حق لري، او باید بخښنه اوغواړي.

حکومتي سرچينو ويلي چې د اپوزېشن د سخت دريځۍ له امله د ولسي بجټ مخه نه شي نيولی، په هر حال کې به بجټ وړاندې کوو، د بجټ غونډه به د ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري په مشرۍ کې کېږي.
دسرچينو ترمخه واکمن ايتلاف ن لیګ ګوند ته دبجټ وړاندې کولو اختيار ورکړى دى اؤ دبجټ غونډه وزيراعلي هاوس يا په شخصي هوټل کې ترسره کولو فيصله دقانوني ماهرانو سره تر مشورې وروستو شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې دغه پرېکړه د مخالفينو د کلک چلند له امله شوې ده.

Leave a reply