شمالي کوریا د یو بل اټومي ازموینې ته تیار دي

0
89

باغی ټي وي رپورټ

جنوبي کوریا ادعا کوي چې شمالي کوریا د یوې بلې اټومي ازموینې لپاره چمتووالی نیولی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې د دوشنبې په ورځ د جنوبي کوریا او د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ غونډه وشوه، چې وروسته د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیرې پارک ګیون های ادعا وکړه چې شمالي کوریا د یوې بلې اټومي ازموینې لپاره خپل چمتووالی بشپړ کړی او یوازې د دغه هېواد مشري به کوي. هغه وایی چې یوازې سیاسي پریکړه کولی شي د پرمختګ مخه ونیسي.
د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې که شمالي کوریا دا تجربه وکړي نو بیعه به یې ورکړي.

په همدې حال کې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیر اندېښنه څرګنده کړې چې دا به په راتلونکو ورځو کې د شمالي کوریا له خوا اوومه اټومي ازموینه وي.

هغه وویل چې که چیرې شمالي کوریا خپلو موخو ته د رسیدو په برخه کې بریالۍ شي، نو نړیوال بندیزونه به پرې ولګول شي او زموږ مقاومت به زیات شي، نو شمالي کوریا باید خپل فکر بدل کړي او سمه پریکړه وکړي.

Leave a reply