د پنجاب اسمبلۍ غونډه نن هم پیل نه شوه

باغی ټي وي رپورټ
په پنجاب کې د بجټ وړاندې کولو پر سر د حکومت او اپوزیشن تر منځ لانجه نن هم هواره نه شوه.
په پنجاب کې مسلم لیګ (ن) د تحریک انصاف او سپیکر پروېز الهي د شرطونو منلو نه په کلکه انکار کړی او د سپیکر د غیرقانوني اقدام په اړه یې د ځواب ورکولو اعلان کړی دی.
د پنجاب اسمبلۍ بجټ غونډه نن هم ځنډولې شوې ده ولې سپيکر پروېز الهي هم د آئي جي او چيف سيکرټري څخه د معافي غوښتنې غوښتنه هم کړه ده.
په دې اړه رانا مشهود اوويل چې چيف سيکرټري او آئي جي به د سپيکر مخې ته نه حاضريږي او نه به ترې معافي غوښتلے شي، منظوري د سپيکر ذمه واري ده۔
بلخوا سپيکر پرويز الهي د چيف سيکرټري او آئي جي پنجاب په راغوښتلو هم زور راوړو۔
سپیکر وویل چې د بجټ عمل به د مسلو هوارولو وروسته پرمخ ځي.






