پنجشېر جنګ کښې پاکستان نه دې ککړ : دقطر سياسي دفتر وياند

0
98

باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامي افغانستان د قطر سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم په يو بيان کښې دا خبره او پرپيګنډه رد کړې چې پاکستان د پنجشېر جنګ کښې ککړ دې ـ
وياند وايى چې د پاکستان په پنجشېر جنګ کښې د ککړتوب خبره دروغ ده او طالبانو سره د پنجشېر اولس مرسته وه چې امارت اسلامي د پنجشېر کنټرول لاس ته راوړو ـ د طالبانو وياند اوويل چې امارت اسلامي د افغان اولس خدمت کول غواړي ـ
وياند اوويل چې امارت اسلامي جنګ نه غواړي او د شخړو په ځاې د افغان اولس مرستې او خدمت کول غواړو ـ

Leave a reply