د ايران حکومت له طرفه په طالبانو تنقيد شوې
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2021/09/iran-flag.jpg)
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په سرپرست حکومت د ايران د خارجه وزارت له نيوکې شوي دي ـ د بي بي سي يو رپورټ مطابق د ايران د بهرنيو وزارت ويلى چې په په افغانستان کښې هغه سرپرست حکومت نه دې جوړ شوې چې ايران او نوره نړۍ ي غواړي ـ
د ايران د خارجه وزارت وياند وايى چې دوى پوهيږي چې دا ګام د وزارتونو د سرپرستۍ لپاره اخستل شوې دې ـ
د وزارت وياند په اوونيز خبري کانفرنس ته په وينا کښې اوويل چې د طالبانو حکومت او پلانونو ته به ګورو نو بيا به د طالبانو په اړه څه پريکړه کوو۔
دوى اوويل وړومبۍ بايد د طالبانو حکومت ته وکتل شي نو بيا به ددوى حکومت په اړه څرګندونې وشي ـ
وياند اوويل چې په افغانستان کښې رور وژنې ته لار سمول ښه او سمه لار نه ده ـ د پنجشير په اړه اوويل چې په پنجشير کښې بايد د خلقو عزت او ناموس خيال اوساتل شي او د وګړ امنيت خوندي شي ـ
دا ي هم اوويل په پنچشېر کښې بايد د خلقو خيال اوساتل شي ، خلق بايد وږي و نه ساتل شي ، زياته ي کړه د خبرو اتر پرته بله لار نشته ـ