پی ټي آیی د عدالت غوښتي چې ټولو ګوندونو سره دې یو شان سلوک وشي

0
159

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د بهرني فنډنګ کيس په اړه اليکشن کميشن کښې متفرقه درخواست جمع کړے دے۔

درخواست کښې پي ټي آئي د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) د کيسونو سره د مقدمې د فيصلې د اورولو غوښتنه کړې ده۔

درخواست کښې استدعا ده چې اسلام آباد هائي کورټ حکم ورکړے دے چې ټولو اړخونو سره دې يو شان سلوک وشي۔
درخواست کښې وئيلي شوي چې د پي ټي آئي، پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نون د تحقيقاتو عمل په کال 2018 کښې شروع شوے وو، په 2022 کښې د پي ټي آئي 19 کيسونه او د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) صرف 2 مقدمې اورېدې ولې په مقدمو کښې د سستۍ دا تاثر نه دے.

درخواست کې غوښتنه شوې چې د انتخاباتو کمېشن دې د سترې محکمې په حکمونو عمل درآمد یقیني کړي او ټولو ګوندونو سره دې یو شان سلوک وشي.

Leave a reply