د لوړیو زده کړو وزارت په دولتي پوهنتونونو کې د زده کړې د څرنګوالي په اړه خپره شوې طرحه جعلي وبلله.

0
58

د لوړیو زده کړو وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د دغه وزارت له ادرسه په دولتي پوهنتونونو کې د زده کړې د څرنګوالي په اړه خپره شوې طرحه جعلي وبلله.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی له لوري تر اوسه د دولتي پوهنتونونو د زده کړو د څرنګوالي په اړه هیڅ کومه طرحه نه ده وړاندې شوې.

سرچینه وایي په همدې اساس په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې طرحه د ځینې مخربو کړیو له لوري د عامه اذهانو د ګډوډولو لپاره خپرې شوې ده.

د سرچینې په وینا امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د دې کار عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې طرحه چې طالبان يې جعلي بولي په لاندې ډول ده:

++++++++

((ټول دولتي پوهنتونونه به د نوې طرحې مطابق، د راتلونکې شنبې ورځ پيل شي.

د لاندې مادو مطابق

لومړۍ ماده

:ټولې ښځینه محصلینې مکلف دي چې په اسلامي حجاب کې پوهنتون ته لاړې شی له حجاب پرته پوهنتون ته د داخلیدو اجازه نشته.

دوهمه ماده:

هغه پوهنځي چې په صنفونو کې يې ښځينه محصلين له ۲۰ سلنې څخه کم وي، بايد نورو اړوند پوهنځيو ته تبديل شي.

که پوهنتون کې د دوی د رشتې اړوند پوهنځی نه وي؛ نو محصله حق لري، چې په خپله خوښه ځانته بل پوهنځی انتخاب کړي.

درېيمه ماده:

هغه پوهنځي چې ښځينه محصلين پکې له ۲۰ سلنې زیات او له ۵۰ سلنې کم وي، بايد جدا ټولګي ورته برابر شي.

د ټولګيو د کمبود په صورت کې دې د استادانو له اطاقه او يا په پوهنځي کې نورو خالي اطاقونو څخه ګټه واخيستل شي.

څلورمه ماده:

هغه پوهنځي چې په ټولګيو کې يې ښځينه محصلين ۵۰ سلنه وي، ټولګي بايد په فلمي شيشه جدا کړای شي.

د شيشې شاته به ښځينه محصلين او مخکې نارينه کېني.

ښځينه محصلين به د ساعت له شروع کېدو لس دقيقې مخکې ټولګي ته راځي او نارینه به تر هغې بيرون وي، چې استاد نه وي راغلي.

پنځمه ماده:

هغه پوهنځي چې په ټولګيو کې يې ښځينه محصلين له ۵۰ سلنې زیات او له ۷۰ سلنې کم وي، بايد ټولګي يې په اوږدو د پردې په ذريعه جدا شي.

هلکان به د دروازې طرف ته کېني.

ښځينه محصلين به د ساعت له شروع کېدو لس دقيقې مخکې ټولګي ته راځي او نارینه به تر هغې بيرون وي، چې استاد نه وي راغلی.

د وتلو په وخت به لومړی ټول هلکان له صنف وځي او بيا انجونې.

شپږمه ماده:

هغه پوهنځي، چې په ټولګيو کې يې ښځينه محصلين له ۷۰ سلنې څخه زیات وي، د پخوا په شان به خپلو درسونو ته دوام ورکوي.

وروستۍ ماده:

د پوهنتون په انګړ کې بايد د امکان تر حده انجونې او هلکان له يوه بل لرې اوسي. په هغه صورت کې چې هلک او انجلۍ د پوهنتون په انګړ کې د خبرو پر مهال وليدل شي، د مسوولينو له لوري به پوښتل کېږي او که معلومه شوه، چې د دواړو تر منځ نا مشروع اړيکه شتون لري؛ نو عدلي او قضايي ارګانو ته به معرفي کېږي.

په هر پوهنتون کې د ا.ا.ا له لوري يو شمېر کسان موظف کېږي، چې د دې طرحې د تطبيق نظارت وکړي

Leave a reply