افغانستان کې د امریکا پخواتی سفیر: نړۍ له افغان حکومت سره تر تعامل پرته بله لار نه لري
افغانستان کې د امریکا پخواتی سفیر: نړۍ له افغان حکومت سره تر تعامل پرته بله لار نه لري
د کراکر په خبره د افغانستان وضعیت مخ پر ترینګلتیا دی نو نړیواله ټولنه دې د ملګرو ملتونو په مشرۍ او مسوولیت له نوي افغان حکومت سره تعامل پیل کړي او دا مسئله د ټولو اړخونو په ګټه ده.
(2022 / 6 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نړۍ له افغان حکومت سره تر تعامل پرته بله لار نه لري. په افغانستان کې د امریکا یوه پخواني سفیر راین کراکر په یوه مرکه کې ویلي امریکا که د اوسني حکومت مخه نیولی نو هغه مهال به یې نیولې وه چې افغانستان کې یې حضور درلود.
د ده په وینا له افغانستان تر وتلو وروسته امریکا خپل امتیازات له لاسه ورکړي دي او له افغان حکومت سره تر تعامل پرته بله لار نه لري.
د کراکر په خبره د افغانستان وضعیت مخ پر ترینګلتیا دی نو نړیواله ټولنه دې د ملګرو ملتونو په مشرۍ او مسوولیت له نوي افغان حکومت سره تعامل پیل کړي او دا مسئله د ټولو اړخونو په ګټه ده.