حکومت په تیلو د سیلز ټیکس لګولو پریکړه کړې ده

0
109

باغی ټي وي رپورټ
حکومت په پټرولیم مصنوعاتو د سیلز ټیکس لګولو فیصله کړې ده.

د خزانې وزارت د سرچينو ترمخه په راتلونكي مالي كال كښې په پټروليم مصنوعاتو د 30 روپو في ليټر لګولو تجويز وړاندې كړې شوې كوم به چې په مرحله وار توګه لګولې شي۔

سرچينې زياته کړې چې دا مهال په پټروليم مصنوعاتو د سيلز ټېکس کچه صفر ده نو په دې اړه پرېکړه شوې چې په پټروليم مصنوعاتو بيا د سيلز ټېکس ولګول شي.
د یادونې ده چې نن وفاقي بجټ د قومي خزانې وزیر مفتاح اسماعیل وړاندې کړو، په بجټ کال ۲۰۲۲ -۲۳ کښې د سرکاري ملازمینو معاشونه ۱۵ سلنه لوړ شوي دي او په دې بجټ کښې تر یو لک پورې معاش اخستونکي اهلکار څخه به هیڅ کومه مالیه نه وي.
دا خبره هم د یادونې ده چې اتحادي ګوندونو حکومت په تیرو ورځو کښې د تیلو په نرخ کښې فی لیټر ۶۰ روپۍ زیاتوالۍ اعلان کړې دې چې له امله ی د پیټرولو او ډیزول نرخ تر ۲۰۰ روپو زیات شوي دې.

Leave a reply