د پاکستان سفیر او د افغان وزیرخارجه ملاقات

0
47

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد او د افغانستان عبوري وزیرخارجه مولانا امیر خان متقي ترمینځ ملاقات شوې دې.

په دې ملاقات کښې په افغانستان کښې د نوي سیاسي بدلون او په افغانستان کښې افغان وګړو او هیواد سره د بشري مرستو په اړه خبرې شوي.
د منصور احمد د ټویټر پانړې مطابق دې وایی چې په دې ملاقات کښې یو بل سره په مدد او په شریکه کار کولو باندې زور ورکړې شوې دې. په دې خبره هم زور ورکړې شو چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه باید اړیکې نورې هم ښې کړي او د افغان او پاکستاني وګړو ترمینځ هم ښې اړیکې پیل شي.
یاده دې وی چې د پاکستان سفارت په کابل کښې د سیاسي بدلون باوجود نه ده تړل شوي او نن هم د پاکستان سفارت د افغان وګړو په خدمت کښې کارونه جاري ساتلي دي.

Leave a reply