وال‌سټریټ ژورنال: طالبانو د نړیوال رسمیت ګټلو لپاره هڅې ګړندۍ کړي

0
221

وال‌سټریټ ژورنال: طالبانو د نړیوال رسمیت ګټلو لپاره هڅې ګړندۍ کړي

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي چې د ا.ا.ا هڅه کوي د نړیوال رسمیت تر لاسه کولو لپاره خپل دریځ کې نرمښت راولي.

 

(2021 / 9 / 14 نېټه باغي ټلویزون)

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي چې د ا.ا.ا هڅه کوي د نړیوال رسمیت تر لاسه کولو لپاره خپل دریځ کې نرمښت راولي. د ورځپاڼې په خبره، د ا.ا.ا درک کړې ده او پوهېږي چې نړیوال رسمیت څومره مهم دی او څومره ارزښت لري. د ورځپاڼې په وینا، طالبان شعار ورکوي چې ښځو ته به د اسلام په چوکاټ کې ټول حقونه ورکړي او نورو بشري حقونو ته به هم درناوی کوي خو نړۍ د دې او د یو شمېر نورو مهمو ژمنو په اړه د طالبانو عمل ته په تمه ده او ګوري چې دغه ډله څومره بدله شوې ده. د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط څخه نږدې یوه میاشت په تېرېدو ده خو تر اوسه پورې هیڅ هېواد د ا.ا.ا حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د راپور له مخې، ملګري ملتونه او یو شمېر نور هېوادونه لیواله دې چې له ا.ا.ا سره د لوړې کچې اړیکې پرانېزي خو شرط یې دا دی چې طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

Leave a reply