پیښور کښې پولیسو د غلو یوه خطرناکه ډله نیولې

0
160

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پيښور کښي پوليسو د غلو يوه خطرناکه ډله معلومه کړې او بیا ی درې ملزمان هم نيولي دي، نيولي شوي ملزمان د مختلفو سيمو سره تعلق لرونكي د موټر سائيكلونو په غلا كښې لاس لري، نيولي شوي كسان د ابتدائي تحقيقاتو په مهال د يو شمير پيښو لکه د موټر سایکل غلا اعتراف هم كړې۔

نيول شوي ملزمانو به غلا شوي موټر سائيکلونو په ارزان نرخونو خرڅول.
د پولیسو د راپور مطابق د نیول شوو کسانو څخه 7 غلا شوي موټر سائيکلونه هم برآمد شوي دي، دغه راز د ملزمانو څخه د جلا جلا برخو په شکل کښې هم يو شمير موټر سائيکلونه برآمد شوي دي چي دوی به غلا کړل او بیا به دا خرڅول، د پولیس بیان مطابق د نیول شوو تور کسانو څخه نور مهم انکشافات هم رامخي ته راغلي دی او پلټنې روانې دي.
د پولیسو راپور مطابق د ايس پي صدر سرکل عقيق حسېن تر څارنې لاندې د هغه ګاړیو مالکانو په ضد هم کارویی شوي چې د ګاړیو شیشې ی تورې کړې وې، پولیس مشر د یو شمیر سرغړونه کوونکو د ګاړیو ډرایورانو په ضد هم کارویی وکړه او دوی ته لارښوونه وکړه چې د قانون څخه دې سرغړونه نه کوي او د ګاړیو شیشې دې نه توروي .

Leave a reply