د افغانستان سره به مرستې جاري ساتو: د کاناډا وزیراعظم

0
113

باغي ټي وي رپورټ
په رسنیو کښې داسې رپورټ چاپ شوي چې پکښې ویل شوي چې د کاناډا حکومت ویلي دې چې د افغانستان سره به مرستې جاري وساتو او د افغانانو سره مو چې کومې ژمنې کړي سرته ی رسوو.

د کاناډا وزیراعظم جسټین ټروډو په یو بیان کښې ویلي چې د افغانستان هیواد سره ولاړ یو او مونږ به ورسره مرستې جاري وساتو .
یاده دې وي چې د کاناډا هیواد د افغانستان پخواني حکومت سره هم ډیرې مرستې کړي خو د موجوده د امارت اسلامی افغانستان حکومت د تسلیمیدوه په اړه ی ښکاره څه نه دي ویلي.
یاده دې وی چې کاناډا د طالبانو په افغانستان د کنټرول لاس ته راوړلو نه پس ویلي وو چې دا هیواد په ۲۰ زره افغانانو ته په کاناډا کښې د پناه اخستو سهولت ورکړي.
د رپورټونو مطابق د ۱۵ اګست نه پس چې کله د افغانستان نه د امریکایی او نیټو ځواکونو واپسي پیل شوه نو په زرګونو افغانان هم کاناډا ته رسیدلي دي.

Leave a reply