پاک افغان پوله تورخم پرانستل شوه

پاک افغان پولې تورخم مچنۍ چیک پوسټ سره نزدې د تجارت مال نه ډک ګاړي د افغانستان په لور روان دي.
باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم چارواکي خبر ورکوي چې پوله نن د عام خلقو د تګ راتګ لپاره پرانستل شوې ده.
د چارواکو مطابق د پاکستان نه افغانان خپل هیواد ته تلې شي او د افغانستان نه پاکستانیان پاکستان ته دتورخم له لارې راتلې شي.
یاده دې وی چې پرون پوله د افغان طالبانو له خوا تړل شوه، د سرچینو مطابق د افغان چارواکو دا غوښتنه وه چې پوله دې په مکمل توګه د عام مسافرو د تګ راتګ لپاره پرانستې شي.
یاده دې وی چې د کورونا مرض د مخنیوي لپاره پاکستان حکومت د این سي او سي د کورونا مرض د خپریدو په اړه بیان په نتیجه کښې د میی په میاشت کښې تړلې وه، د این سي او سي وینا مطابق پاکستانی وګړي د افغانستان نه راتلۍ شي او هم دغه رنګ د پاکستان نه افغانان کولې شي چې افغانستان ته داخل شي.
یاده دې وي چې هغه افغانان مریضان چې د علاج لپاره پاکستان ته راځي کولې شي دتورخم له لارې پاکستان ته سفروکړي.





