له بهرنیو چارو وزیر سره د ملګرو ملتونو د استازي لیدنه:د حکومت ملاتړ دې وشي او افغانان دې کډوالۍ ته نه هڅول کېږي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر «مولوي امیر خان متقي» د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له سکرتر «فلیپو ګرندي» او ورسره پلاوي سره لیدلي او د افغان کډوالو او د هیواد دننه د بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو په تړاو ورسره غږېدلی.
دغه لیدنه چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې شوې، په مهال یې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو افغان کډوالو له راتګ هرکلی کوي او له هغوی سره هر ډول مرستو ته چمتو دی.
لیدنه کې متقي ویلي، حکومت چمتو دی، د ژمي تر را رسېدو وړاندې په هیواد کې دننه ټولې بې ځایه شوې کورنۍ خپلو، خپلو مېنو ته ولېږي، په همدې برخه کې د نړیوالو له لوري کېدونکي مرستې هغوی ته ورسوي او د بشري مرستو د رسوونکو ټیمونو امنیت ونیسي.
په لیدنه کې ټينګار شوی، چې نړیوال باید د حکومت ملاتړ وکړي او داسې فضا جوړه نکړي چې له امله یې افغانان کډوالۍ ته وهڅول شي.
د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د نړیوالو له لوري د افغان حکومت پر ملاتړ ټینګار لري، چې د افغانستان اسلامي امارت خپله کابینه اعلان کړې، خو لا تر دې دمه د کوم هیواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.