د عمران خان میرمن بشری بی بی او د فرح ګوګي په اړه د ملک ریاض یوه آډیو لیک شوې

0
214

باغی ټي وي رپورټ
د بحریه ټاون د مشر ملک ریاض یو بل آډیو لیک شوې ده.
د باغي ټي وي د راپور له مخې داسې اوازې وې چې ملک رياض د عمران خان ميرمنې بشرا بي بي ته د الماس انګېزه ورکوي او د بحرېه ټاون د بشرا بي بي ملګرې فرح ته هم د ځمکې د ورکړې خبرونه خپاره شوي وو. اوس یو آډیو مخې ته راغلی چې ملک ریاض او د هغه لور امبر په خپلو خبرو کې د ګوتو ورکولو، د بشری بي بي د غوښتنو او د اسنادو په اړه خبرې کیږي.
د بحریه ټاون د بزنس ټایکون او هاؤسنګ سوسائټی چیرمین ملک ریاض او د هغه د لور امبر ملک یو آډیو وائرل شوی ده چی پکښي دوی د اولنی او فرح ګوګی سره د شوی معاملې په اړه خبری کوی.
په وائرل شوي آډیو کې د ملک ریاض لور د سوداګرۍ له مشر سره په خبرو کې وايي چې د فرح زنګ راغلې وو او هغه وایی چې ګوته را اوغواړه او راروانه اونۍ زما ملاقات دې.
ملک ریاض وايي ملاقات کله دی؟ امبر ملک وايي، چې د شنبې په ورځ د ملک ریاض غږ اورېدل کېږي، چې وايي،چې تاسو وکړې او ګوته را اوغواړې.
امبر ملک وايي چې مور یې اویس ته ویلي چې سبا به راشي.
ملک ریاض ورته وايي چې ورته ووایه چې له هم دې ځایه دې تیار کړي او امر دې ورکړي.
د ملک رياض لور په زنګ وهلو وايي چې نه، هغه (فرح) وايي چې ما لپاره الماس (هیرا) راولیږې ، زه به له دې ځايه خپله ګوته جوړه کړم، نو ماته يې راکړه، فرح) راته وويل چې خان صاحب! (عمران خان) ته سهار وختي زنګ راغی چې ستاسو ځای به خلاصې شي چې کوم راپور وړاندې شوی دی خان صاحب وویل چې دا زما تضمین دی زه به یې پای ته ورسوم .
امبر ملک وویل ځکه چې ما پر فرح بشپړ کنټرول حاصل کړې دې، ما وویل چې فرح ته وګوره، یوه خبره هم نه ده شوې، هو، په محکمه کې راپور هم جمع شوی، نو ما وویل چې زمونږ به څه حال وي؟ عمران خان ته هم څلور ورځي شوي دي خط هم نه دی راغلی قلفونه هم لګولي شوي دي، رپورټ هم عدالت کښي جمع کړے شوي دي نو ما وويل زمونږ به څه کيږي؟ نو فرح وايي که ته نه وېرېږې نو ما ځانته زنګ وواهه چې بي بي وايي سمه ده ته به سبا خط واخلې.
ملک ریاض وايي چې یوه اونۍ وړاندې دې د هغې ګوته اوغوښته، امبر ملک ورته وايي چې هغه وایی چې تاسو چاته ګوته ورکوې؟ مېرمن بشری بي بي ته تاسو ورکړي څه دي؟
ملک ریاض وايي او تا نه مخکې دا پوښتنه نه وه کړې چې څو کیرټ د الماس ګوته غواړي؟ امبر ملک وايي، ما ترې وپوښتل چې څو کیرټ الماس غواړي؟ ما وویل درې، ما ورته بیا وویل بیا درې ستاسو لپاره ښه دي، فرح وایی نه پینځ کیرټ الماس- ما اوویل چې درې کیرټ واپس راکړې ، په دې سوچ باندې چې چرته سبا له هم دا درې کیرټ واله ګوته هم ځان ته ایساره نه کړي او و به وایی چې سبا به درکړم.
ملک ریاض وايي سبا به لیک تاسو ته ولیږي، ملک ریاض امبر لور ته وایی چې هغوی ته اووایه چې ابو مې وایی چې سبا به خط تاسو ته ولیږم.
د ملک ریاض لور وایی چې ما پوره کنټرول پر حاصل کړې ، ما ورته اوویل چې زه دومره خفه شوې یم چې ما سحر دومره وژړل ، هغې اوویل چې زه چې دومره خفه یم نو د ابو به مې څه حال وي . ما ورته اوویل چې هر ځای کښې زما پلار خلقو ته مخامخ کیږي، خلقو پسې ګرځي او هرڅوک ورسره درغلي کوي، فرح وایی چې ما د بشری بی بی سره خبرې شوي دي چې سبا به تاسو ته لیک خامخا په لاس راشي.هغه وایی چې سبا به قلفونه هم لرې او خان صیب ویلي دي او ژمنه ی کړې ده چې د راپور ذمه واري زما ده.

عمران خان په یوه ویډیويي وینا کې ویلي وو، چې بشری بي بي له ډېرو کمو خلکو سره لیدنه کوي او تر ټولو زیاتې هغه فرح خان

سره لیدنه کوي.
ياده دې وي چې فرح بي بي د پخواني وزيراعظم عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي ملګرې ده، فرح بي بي په پنجاب کې د فساد تورونه لګوي، نېب يې هم پلټنې کوي، نېب د فراه مامورين احضار کړي وو، خو حاضر نه شول او وکيل يې وړاندې کړل.

د فرح د فساد په اړه لومړی ځل د مسلم لیګ (ن) مشرې مریم نواز ویلي وو، چې په فرح چې څه کوي ټول به یې رابرسېره کړي، له هغه وروسته د فرح نوم په رسنیو کې راڅرګند شو، کله چې پر فرح سختې نیوکې وشوې، نو د پخواني لومړي وزیر عمران خان په خپله هم راڅرګند شو. د فرح ی دفاع وکړه او د هغې د ویاند په توګه یې خبری غونډه وکړه.
د عمران خان د فرح په اړه یوه لنډه ویډیو خپره شوې چې په کې نوموړی وايي چې د ده مېرمن بشری بي بي له ډېرو کمو خلقو سره لیدلي خو له فرح سره یې ډېرې اړیکې وې او لیدنه ورسره کوي.
د فرح د فساد پلټنه روانه ده، پنجاب کې يې د تبادلې په نوم بازار ګرم کړې وو، فرح به د افسرانو ددوی د فتر او ځای بدلولو نرخ ټاکل او بيا به ټولې معاملې په بني ګاله کې هوارولې .
عثمان بزدار په دې لړ کې بې وسه و او صرف په یو نامه د وزیراعلی په توګه یې دنده ترسره کوله، شاید همدا لامل و چې عمران خان نه غوښتل چې بل وزیر اعلی راولي، څو له بني ګاله څخه معاملات کنټرول شي.

عمران خان کی اہلیہ بشری بی بی نے ملک ریاض کی بیٹی سے کیا مانگا؟ ملک ریاض اور اسکی بیٹی کی آڈیو لیک

Leave a reply