د عمران خان د امنیت لپاره د هغه سیکوریټي ګارډ به عمران خان ګرفتار کړي: وزیرداخله

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د عمران خان د ضمانت ختميدو سره به د عمران خان سيکورټي اهلکار هغه ګرفتار کړي۔
بني ګاله ته د عمران خان د راتګ په اړه د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ویلي، چې د عمران نیازي اسلام اباد ته د راتګ هرکلی کوي، عمران نیازي ته د قانون له مخې امنیت ورکول کېږي.
دکورنيو چارو وزير وويل عمران نيازي په دوه درجن مقدمو کې تورن دى چې پکې په ملک کې فساد، بغاوت او ګډوډۍ شاملې دي.
رانا ثناءالله وئيلي دي چې د عمران خان د ضمانت ختميدو سره به د عمران خان سيکورټي اهلکار هغه ګرفتار کړي۔
د پي ټي آئي په چيئرمېن نيوكې كولو سره د كورنيو چارو وزير ووئيل چې په هېواد كښې فساد كوونكے د اخلاقي او جمهوري اقدارو نه منحرف دے.
وزیرداخله اوویل چې هغه څوک چې کله خپل مخالفین غدار او کله یزید بولي، په یوه ډیموکراټیکه ټولنه کې د یوه سیاسي ګوند مشر کیدای شي؟
د داخله چارو وزیر زیاته کړه چې دا د ټول ملت لپاره د اندیښنې او د فکر وړ ځای دې.






