د افغان پوځ پخوانی ویاند بېرته هېواد ته راستون شو 

0
169

د افغان پوځ پخوانی ویاند بېرته هېواد ته راستون شو 

د راپورونو له مخې نوموړي ته د افغاني شخصیتونو سره د تماس کمیسیون د استازو له لوري په هوايي ډګر کې ښه راغلاست ویل شوی دی.

 

(2022 / 6 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

هېواد ته د سیاسي څېرو د بېرته راتګ په دوام تازه د افغان پوځ پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري هم هېواد ته راستون شوی دی.

د راپورونو له مخې نوموړي ته د افغاني شخصیتونو سره د تماس کمیسیون د استازو له لوري په هوايي ډګر کې ښه راغلاست ویل شوی دی.

جنرال دولت وزیري وایي خوشاله دی چې بېرته هېواد ته راستون شوی دی او دلته د دایمي سولې او امن د راتګ هیله لري.

Leave a reply