په افغانستان کښې سلګونو رسنيو دفترې بندې کړې

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان نه راغلي رپورټونه وايى چې په دې هيواد کښې په سلګونو رسنېو ادارو کار کولو او وس چې په دې هيواد کښې د طالبانو حکومت راغې نو دې ميډيا ادارو خپل دفترونه وتړل ـ
د افغانستان په پايه تخت کابل کښې ميشت يو خبريال انيس الرحمان په خپل ټويټر پانړه ليکي چې په پکتيکا ولايت کښې ميلمه راډيو خپل دفتر تړلې دې او خپل ٣٥ کارمندان ٸ د وظيفو نه کورونو ته رخصت کړي دي ـ
ياده دې وي چې په کابل کښې د ښځو د لاريو د ميډيا کوريج کوونکي ١٢ خبريالان طالبانو ګرفتار کړي وو چې بياى روسته پريښودل ـ
په رسنيو داسې ريورټونو او تصويرونه هم خپاره شوي وو چې چې طالبانو په مظاهرو کښې ښځې او نور نارينه خبريالان هم وهلي ټکولي وو ـ
Melma Radio closed its office in Paktika province and also fired its 35 reporters and other media workers. pic.twitter.com/zF6rvJtgoH
— Anees Ur Rehman (@JournalistAnees) September 12, 2021






