د چين د اورګاډي دولتي ګروپ: سږ کال به د ۳۳۰۰ کيلومترو په اوږدوالي پټلۍ پرانيزي

د چين د اورګاډي دولتي ګروپ ويلي، چې د اورګاډي پټلۍ يې په لوړ معیار او ښه کیفیت جوړې کړي او د ریل پټلۍ څانګه به يې د کرونا وبا د مخنیوي او کنټرول او د ټرانسپورټ غوښتنو په نظر کې نيولو سره په ټرانسپورټي سیستم کې د ریل پټلۍ رول پیاوړی کړي.
(2022 / 6 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د چين د اورګاډي دولتي ګروپ د جون په دوهمه نېټه خبر ورکړی، چې په دې وروستيو کې يې ګوندي کمېټي په يوهتېلفوني کنفرانس ويلي، چې سږ کال به د ۳ زره او ۳ سوه کيلومترو په اوږدوالي د اورګاډي نوې پټلۍ پرانيزي.
د چين د اورګاډي دولتي ګروپ ويلي، چې د اورګاډي پټلۍ يې په لوړ معیار او ښه کیفیت جوړې کړي او د ریل پټلۍ څانګه به يې د کرونا وبا د مخنیوي او کنټرول او د ټرانسپورټ غوښتنو په نظر کې نيولو سره په ټرانسپورټي سیستم کې د ریل پټلۍ رول پیاوړی کړي.
د چين د اورګاډي دولتي ګروپ ويلي، چې سږ کال به د هېواد پر رېل پټليو ۳.۹ ميلیارډه ټنه توکي وليږدول شي، چې دا شمېر د تېر کال په پرتله ۵ سلنه زياتوالی ښيي.