په سوریا کښې داعش برید کړې

0
154

باغی ټي وي رپورټ
په سوريه كښې د مسافرو په یو بس باندې د داعش په بريد كښې 3 كسان مړه او 21 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د سوريې سركاري خبر رسنې ادارې په خپل رپورټ كښې وئيلي دي چې تېره ورځ حلب ښار سره نزدې په الزور لويه لار د مسافرو په بس داعش بريد كړے دی.
په دې راپور کښې زیاتوی چې د داعش په دې برید کښې درې كسان مړه او 21 ژوبل شوي دي. ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسول شوي دي. او تر درملنې لاندې دي.
د راپور مطابق د د سوريه د بشري حقونو څارګرې ډلې پ خپل بیان کښې ویلي دي چې په دې بريد كښې د داعش ډله لاس لري.

Leave a reply