باړه کښې چاودنه شوې ,دوه زده کوونکي ټپیان شوي دي

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په نحصیل باړهسیمه سیال خوړ سره نزدې د کوکر چاودنه شوې ده. په چاودنه کې دوه زده کوونکي سخت ژوبل شول
د ضلع خیبر ایمرجنسی افسر سید شعیب منصور مطابق په مدرسه کې زده کوونکو د ځان لپاره پخلی کاوه چې چاودنه وشوه.
د ریسکیو 1122 کنټرول روم ته اطلاع ورکولو سره سمدستي د طبي ټیم موقعې ته رسیدلې او ژوبل کسان د لومړنیو مرستو وروستو روغتون ته رسول شوي دي.په ټپيانو کې مسلم خان او ذاکر شامل دي.






