شمالي کوریا: امریکا باید افغانستان کې د بشري جنایتونو له امله محاکمه شي

شمالي کوریا: امریکا باید افغانستان کې د بشري جنایتونو له امله محاکمه شي
شمالي کوریا په افغانستان کې د امریکا جګړه بشري ضد جنایت بللې او زیاته کړې یې ده چې متحده ایالاتو په افغانستان کې ډلهییزې وژنې ترسره کړې دي…
(2021 / 9 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
شمالي کوریا په افغانستان کې د امریکا جګړه بشري ضد جنایت بللې او زیاته کړې یې ده چې متحده ایالاتو په افغانستان کې ډلهییزې وژنې ترسره کړې دي او بلاخبره له سترې ماتې وروسته یې له دغه هېواد څخه پښې سپکې کړې دي. د یونهاپ خبري اژانس د راپور له مخې، د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له کابل څخه په بېړه د امریکایي پوځیانو تېښته په دغه هېواد کې د امریکا د سترې ماتې کیسه تر شا لري. شمالي کوریا ویلي چې امریکا باید په افغانستان کې د ترسره کړیو بشري ضد جنایتونو له امله محاکمې ته راکاږل شي.






