معید یوسف: نور به هیڅکله پردیو جګړو کې ښکېل نه شو
معید یوسف: نور به هیڅکله پردیو جګړو کې ښکېل نه شو
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ویلي چې دوی به له دې وروسته په هیڅ صورت په پردیو جګړو کې ځان ښکېل نه کړي.
(2021 / 9 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ویلي چې دوی به له دې وروسته په هیڅ صورت په پردیو جګړو کې ځان ښکېل نه کړي. نوموړي زیاته کړې، هېواد یې پرېکړه کړې چې له دې وروسته به د هیڅ هېواد کیمپ ته داخل نه شي او هیڅکله به داسې کړنې ترسره نه کړي چې نړۍ بیا ورته د ډو مور اصلاح وکاروي. ډو مور هغه اصطلاح ده چې امریکا او نړیوالې ټولنې پاکستان ته د ترهګرۍ ضد اقداماتو لپاره کارولې ده. یوسف ټینګار کړی دی چې دوی نور د ډو مور باب د تل لپاره تړلی دی او نور به چاته د دې اصطلاح د کارولو فرصت ورنه کړي. نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په افغانستان کې د تر وروستیو تحولاتو وروسته پاکستان کې هم ګڼ شمېر دیني عالمانو د اوسني پاکستاني رژیم د پرځولو څرګندونې کړې دي.