د زنداني کیدو ډار څخه عمران خان پیښور ته تللې دې: مریم نواز

0
88

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن نائب صدر مريم نواز وئيلي دي چې عمران خان ولې د ګرفتارۍ له وېرې د بني ګاله پرځای پېښور کښې ناست دے؟ عمران خان چې څومره هم احتجاجونه وکړي نو د حکومت هېڅ هم نه شي خرابولې او دا حکومت به وي.
مریم اوویل چې ولس د لومړي وزیر شهباز شریف سره ولاړ دی.

مانسهره کې يوې جلسې ته په وينا کښې مريم نواز وويل خيبرپښتونخوا د عمران خان لانګ مارچ بلکل رد کړی دی، عمران خان د نا اهلۍ له امله د پاکستان په سينه زخمونه لګولي دي، د هغه ټولې خبرې او وعدې دوه یم نمبر دي او بې بنیاده خبرې کوي.
مريم نواز وويل عمران خان د خېبرپښتونخوا د خلکو وينه او پسي د اوبو په څير ضايع کړي دي، مریم اوویل چې فرح ګوګي هم د خيبر پښتونخوا هيلي کاپټر استعمال کړي، په مارچ کښې استعمال شوي ګاډي د خيبرپښتونخوا او د ګلګت حکومت نمبر پلیټونه ی وو ، مریم اوویل چې په کومو پیسو چې باید تعلیمې ادارې جوړې شوې وې، عمران خان هغه پیسې په فضول احتجاج کولو ضایع کړې. د مسلم لیګ (ن) مرستیالې مشرې اوویل چې عمران خان خلکو ته وویل چې احتجاج پرلت له راشي خو سهار عمران خان و تښتیدو.
مریم اوویل چې د حكومت څلويښت ورځې هم نه دي شوي، شهباز شريف اوړه او بوره ارزانه كړې، د عمران خان د حکومت بحرانونو د ختمولو لپاره حکومت سختې پريكړې وکړې،مریم نواز اوویل چې عمران خان که هرڅومره هم احتجاجونه وکړي نو حکومت په څه هم نه شي مجبورولې هغې اوویل چې د پاکستان اولس د وزيراعظم شهباز شريف سره ولاړ دې او ملاتړ ی کوي.

Leave a reply