د آصف زرداري او ملک ریاض ټیلیفوني خبرو په اړه د وزیراعظم شهباز شریف غبرګون

0
104

باغی ټي وي رپورټ
د پخواني صدر اصف علي زرداري سره د پي ټي ائي د چئیرمین عمران خان په اړه د بزنس ټایکون ملک ریاض د خبرو اترو په ادعا شوي آډیو باندې د وزيراعظم شهباز شريف غبرګون مخې ته راغلی دی.

په دغه ادعا شوې آډیو کې چې د ملک ریاض له “اسلم علیکم سر” او د اصف زرداري له “وعلیکم اسلام، خیریت” سره خبرې پیل شوې دي.

ملک ریاض زیاته کړه چې ښاغلیه، ما خو تاسو ته ویلي وو، ما تاسو ته مخکې هم ویلي وو، موږ باید له تاسو سره خبرې وکړو، تاسو وویل چې خبرې نه کوو.

اصف علي زرداري ته د خبرو پر مهال د د زمکو یو لوی سوداګر زیاته کړه، تاسو باید معلومات ورکړي وای، د خان پیغامونه د پخلا کیدو او مصالحت لپاره راځي.

ملک ریاض دا هم وویل چې نن هغه ماته ډیر پیغامونه رالیږلي دي چې ما صلح وکړه خو د پيپلز پارټۍ شريک چيرمين په ځواب کې وويل چې اوس دا یوه ناممکنه چاره ده.
اوس د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم پر ټولنیزو رسنیو غبرګون ښودلی دی.

د وزيراعظم شهباز شريف لخوا په سوشل ميډيا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شوي دي چې افشا شوي آډيو ټيپ د عمران خان منافقت او دوه مخي معيارونه په ډاګه کړي دي۔

Leave a reply