افغان سوداګر وايي د اوکراین جګړې پر افغان بازارونو تاثیر کړی دی

0
98

افغان سوداګر وايي د اوکراین جګړې پر افغان بازارونو تاثیر کړی دی

سوداګر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په وروستیو کې افغان بازارونو کې د ځینو خوراکي توکو بیې آن دوه برابره شوې دي او دې مسئلې عام خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

 

(2022 / 5 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان سوداګر وايي د اوکراین جګړې پر افغان بازارونو تاثیر کړی دی. یو شمېر افغان سوداګرو له نړیوالو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له یوې خوا د افغانۍ د نرخ ټېټېدو او له بلې خوا په اوکراین کې جګړې افغانستان کې د نرخونو پر لوړېدو مستقیم اغېز کړی دی.

دوی وايي افغانستان مصرفي هېواد دی نو همدا چې په سیمه کې په نرخونو کې بدلون راشي پر افغانستان مستقیم تاثیر کولی شي.

سوداګر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په وروستیو کې افغان بازارونو کې د ځینو خوراکي توکو بیې آن دوه برابره شوې دي او دې مسئلې عام خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

Leave a reply