د ایران ولسمشر: زموږ مخالف کورد وسله وال باید بې وسلې کړل شي

0
326

د ایران ولسمشر: زموږ مخالف کورد وسله وال باید بې وسلې کړل شي

ایران وايي د دوی مخالف کورد وسله وال باید خلع سلاح کړل شي.

 

(2021 / 9 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)

ایران وايي د دوی مخالف کورد وسله وال باید خلع سلاح کړل شي. د ایران ولسمشر د عراق له لومړي وزیر مصطفی کاظمي سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د کوردستان په اقلیم کې د ایران مخالف وسله وال باید خلع سلاح کړل شي او له دې سیمې دې وشړل شي. د ابراهیم رییسي په خبره دغه ډلې د ایران لپاره ستر ګواښ دي چې کېدای شي نورو هېوادونو ته هم خطرونه جوړ کړي. د عراق لومړي وزیر هم ژمنه کړې چې د ایران د امنیت لپاره به د یوه ښه ګاونډي په توګه خپلو مرستو ته ادامه ورکوي. هغه د ایران او عراق ترمنځ د لا پیاوړو او پراخو اړیکو غوښتنه کړې ده.

Leave a reply