ملګري ملتونه د افغانستان لپاره شپږ سوه میلونه ډالره مرسته راټولوي

ملګري ملتونه د افغانستان لپاره شپږ سوه میلیونه ډالره مرسته راټولوي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي چې افغانستان تر بل هر وخته اوس بشري مرستو ته ډیره اړتیا لري او تر هرڅه ژر باید ورسره مرسته وشي.
(2021 / 9 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي چې افغانستان تر بل هر وخته اوس بشري مرستو ته ډیره اړتیا لري او تر هرڅه ژر باید ورسره مرسته وشي.
نوموړي د ملګرو ملتونو غړیو هېوادونو غږ کړی چې له سیاسي ملحوزاتو پرته ژر تر ژره شپږ سوه میلیونه ډالر راټول کړي چې افغانستان سره بشري مرستې وشي.
ښاغلي ګوتریش ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې اتلس میلیونه افغانانو بشري مرستو ته اړتیا لرله چې اوس دغه شمېره لوړه شوې ده.






