د عدالت حکم باوجود د پي ټي آیی کاررکوونکی ډي چوک ته داخل شو

0
195

باغي ټي وي رپورټ
سپريم کورټ د پي ټي آئي چيرمين عمران خان خلاف د وفاقي حکومت د توهين عدالت درخواست خارج کړے دے۔

د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې پنځه کسيز بنچ د حکومت په غوښتنه د توهين عدالت د درخواست اورېدنه وکړه.

د اورېدنې په مهال د پاکستان چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې اټارني جنرل غواړي اول ستاسو واورې، په دې اړه د پاکستان اټارني جنرل اشتر اوصاف پرون د سپريم کورټ حکم ولوستلو، پرون په عدالت کې د عمران خان وينا هم واورول شوه.
چيف جسټس وويل ممکنه ده چې عمران خان ته غلط معلومات ورکړل شوي وي، سپريم کورټ د آئيني حقونو تحفظ کول پکار دي، مونږ ته معلومه شوې ده چې په کوم ځايونو کې اورونه لګول شوي، محاصرې ته اور اچول شوى.
جسټس عمر عطا بندیال ویلي د پاکستان د اساسي قانون د ۱۵، ۱۶ او ۱۷ مادو له مخې د پاکستان خلقو ته حقونه حاصل دي، اجراییه ریاست باید هیڅ ډول ناقانونه ګرفتارۍ او چاپې ونه و نه وهي.
اټارني جنرل اشتر اوصاف وویل چې د پي ټي ايي دغو جلسو ته پوره امنیت ورکړل شوی دی.

په سپريم کورټ کې د وفاقي حکومت لخوا جمع کړل شوي درخواست کې ويل شوي چې د عدالت د حکم باوجود عمران خان خپل کارکنان ډي چوک ته ورسول.

درخواست کې وئيل شوي چې دامنيتي انتظاماتو دبدلولو وروستو دپي ټي ائي کارکنانو له لوري حکومتي املاک ته زيان اوښتى، دکروړونو روپو په ارزښت دفائر بريګيډ ګاړو ته زيان رسيدلى، مظاهرينو ونو ته اور اچولى او د فائر بريګيډ دوه ګاډي يې هم سوځولي دي.

Leave a reply